د ولسمشر له اخطار څخه وروسته د طالبانو لخوا پر غزني د برید پلان ناکام شوی

تېره میاشت غزني ولایت باندي د وسله والو طالبانو د برید په اړه ګرمې اوازې وې او آن د غزني ښار یو شمېر اوسیدونکو د برید څخه د ځان ساتلو لپاره د خوندي ځایونو په لټه کې ول؛ خو اوس یو شمېر سرچینې وايي، چې غزني ښار باندي د وسله والو طالبانو د برید پلان ناکام شوی.

د غزني پر ښار د وسله والو طالبانو د برید په اړه هغه وخت اوازې نورې هم ګرمې شوې، چې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې، وسله وال طالبان غواړي د القاعدې ډلې په مرسته غزني ښار سقوط کړي.

نوموړي لیکلي و: (( د راپورونو پربنسټ ، بیلابیل کورني او بهرني ترهګره ډلې د ډیورنډ کرښې له هغه غاړې د پکتیکا او زابل له لارې خپل اكمالات ګړندي کړي او د غزنی ستراتيژيك ښار باندي د یوه لوی احتمالي برید لپاره تیاری نیسي. برید د القاعدې شبهه قاره هند AQIS  دڅانګې لخوا پلان او څارل کیږي. د القاعدې د دغې شاخې جګپوړي مشران په دې وروستیو اونیو کې د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ ، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ، د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ ، د پکتیکا ولایت د ګیان ، برمل او ګومل ولسوالیو او د وزیرستان د شوال درې تر منځ تګ راتګ درلود. او د وزیرستان د شوال په دره کې ، دوی د نامعلومو کسانو سره پټې او پراسراره غونډې درلودې.))

هغه دغه راز لیکلي و، که طالبان د سولې خبرو په اړه ریښتیني دي ، دوی باید دا برید ودروي او یا یې مخه ونیسي؛ که نه په قطر کې د طالبانو مشران د جګړې له واقعیتونو څخه بیواکه شوي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم سلګونه کسانو د نوموړي پر دغې لیکنې تبصرې کړې وې.

د ټولنیزو رسنیو کارونکو غوښتنه له حکومت څخه د غزني ښار د امنیت خوندیتوب و.

تېره اونۍ ولسمشر اشرف غني هم په خپلو خبرو کې اخطار ورکړ، چې که وسله وال طالبان پر غزني برید وکړي او یا هم خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي؛ نو د سولې روانه پروسه به ودروي.

یو شمېر امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وايي، چې د ولسمشر له اخطار څخه وروسته غزني کې د وسله والو طالبانو تحرکات کم شوي او غزني ښار باندې د برید څخه هم منصرف شوي دي.

د یادونې ده، چې تېر کې هم د وسله والو طالبانو په برید کې غزني ښار یو شمېر برخې سوځیدلي وې او ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

  • 16 چنګاښ 1399